English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

تبیلغاتي سیالۍ

December 25, 2019


د دوشنبې ورځ د مرغومي ۲مه نېټه د رڼا پوهنتون د پوهنې او سولې تالار کې د اقتصاد پوهنځي د مشرتابه پر وړاندې د دې پوهنځي محصلینو د تبلغاتي ویډیو جوړونې سیالۍ وړاندې کړه.

د اقتصاد پوهنځي د محصلینو ۲۰ ډلو د روغتیا، تعلیم، هوا ککړتیا، ټولنیز مسؤلیت، معلوماتي تکنالوژۍ،  سوداګریزو شرکتونو او برانډونو په اړه سوداګریز اعلانونه جوړ کړي ول، چې په پایله کې درې ډلې د دې سیالیو ګټونکې وګڼل شوې.

د اقتصاد پوهنځي ریس رحیم الله امین، د دې سیالیو په اړه وویل:  رڼا پوهنتون  تل هڅه کوي چې د خپلو محصلینو وړتیا ته وده ورکړي او محصلین کولای شي چې د دغه راز سیالیو له لارې له خپلې تیوریکي پوهې د کار عملي بازار کې ګټه واخلي، هغه زیاته کړه د دې اعلانونو په لیدو سره ډاډه شوم چې  زموږ محصلین ، له کومې جدي ستونزې پرته د کار ساحه کې ځان ثابتولای شي.

د اقتصاد پوهنځي محصلینو له څو اونیو راهیسې د اعلاناتو پر طرحو کار کړی و، چې د دې پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي او عامه اړیکو د امریت په تخنیکي مرسته ثبت او جوړ شول.

د رڼا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي تر دې د مخه د خپلو محصلینو د وړتیا لوړونې لپاره علمي سیرونه، نندارتونونه، ورکشاپونه او سیمنارونه هم جوړ کړي دي.

دانشگاه رنا ©