English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

د کاري مرکې مهارتونو ورکشاپ پای ته ورسید

December 25, 2019


د کاري مرکې د مهارتونو او معیاري CV لیکلو یو ورځنی ورګشاپ چې د اقتصاد پوهنځي له لوري طرح شوي و، د رڼا پوهنتون د ظرفیت لوړونې مرکز له لوري د روان کال مرغومي مياشت په ۳ مه نيټه د سولي او پوهنې تالار کې جوړ شو.

په دغه ورکشاپ کې د اقتصاد او کمپیوتر ساینس پوهنځیو تر ۶۰ ډیرو  محصلینو ګدون کړی و او د ورکشاپ څخه نوي تر لاسه کړي تجربو ته خوښ ول او پوهنتون څخه يې مننه وکړه.

دا ورکشاپ د اقتصاد پوهنځي دپياوړو ښوونکو سلیمان سمسور او عبدالوکیل نظري لخوا  وړاندي کیده او د محصلینو ترمنځ در ارتباطی چاپیریال جوړیدل د سرگرمۍ برنامو شتون او د موضوع په تړاو د نویو او اړینو معلوماتو وړاندي کول د دي برنامي ځانګړی برخې وې.

د رڼا پوهنتون تل هڅه کړی چي د مهمو او بنسټیزو برنامو له لارې؛ د محصلینو د ظرفیت د لوړاوي په برخه کې فعالیت ولري.

دانشگاه رنا ©