December 25, 2019
د رڼا پوهنتون مشرتابه د ۱۳۹۸/۱۰/۲ مه نېټه د ښځو چارو وزارت سرپرستې او د پلان او پالیسۍ معینې اغلې سپوږمۍ وردګ سره د هغې د کار دفتر کې ولیدل.
دې لیدنه کې د رڼا پوهنتون علمي مرستیال سید مصطفی سعیدي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریس استاد ذبیح الله افرا، د ژورنالیزم پوهنځي ریس استاد عبدالصبور غفوري، د څېړنو مرکز مشرې دوکتور سرو رسا رفیع زاده او د رڼا پوهنتون د جندر امرې اغلې ضمیرې عظیمې ګډون درلود.
د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ معینیت د رڼا پوهنتون پلاوي ته تود هر کلی ووایه او دواړو لورو په ډیره دوستانه فضا کې خپل افکار او اطلاعات تبادله کړل.
د رڼا پوهنتون علمي مرستیال، رڼا پوهنتون د یو مخکښ علمي پوهنتون په توګه په مفصل توګه معرفي کړ او هغه ټکي یې په ګوته کړل، چې د دې پوهنتون او د ښځو چارو وزارت ترمنځ د ګډ کار لپاره پرې تفاهمنامه لاسلیک کېدای شي.
ښاغلي سعید رڼا پوهنتون کې د کار بازار له اړتیا سره سم نوي درسي سیستم او په هیواد کې دننه او له هېواده بهر پراخو ملي او نړیوالو اړیکو ته نغوته وکړه.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریس ښاغلي افرا په خپلو خبرو کې دې پوهنځي کې د ښځو اړوند فعالیتونو یادونه وکړه او د ښځو د حقونو برخه کې یې د دې پوهنتون ظرفیتونه ګټور وبلل.
ور پسې د ژورنالیزم پوهنځي ریس ښاغلي غفوري د ژورنالیزم پوهنځي د رسنیزو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له بیلابېلو لارو یې د ښځو چارو وزارت د انځوریزو کلیپونو د خپرولو او همکارۍ ژمنه وکړه.
بیا دوکتور رفیع زاده تر دې مهاله د میرمنو په اړه د علمي – څېړنیز مرکز فعالیتونه عملي وګڼل.
دغه راز د محصلینو د څیړنو په اړه چې په لومړي ځل په معیاري بڼه تر سره شوي دي یادونه وکړه چې د چاپ په ګاڼه سمبال شوي دي او دا محصلین د ښځو چارو وزارت لپاره مرستندویان دي.
اغلې عظیمي د رڼا پوهنتون دجندر د فعالیتونه په اړه رڼا واچوله او تر لاس لاندې کارونه یې تشریح کړل.
د ښځو چارو وزارت لخوا د پلان او پالیسې معینې په ټولو برخو کې د رڼا پوهنتون فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او د دواړو بنسټونو ترمنځ پر ګډې همکارۍ یې ټینګار وکړ، هغې د څېړنې برخه ډیره مهمه وګڼله او له رڼا پوهنتون یې وغوښتل چې دې برخه کې وزارت سره همکار اوسي، اغلې وردګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخ والي کچې را ټیټولو کې د رڼا پوهنتون د تبلغاتو او انځوریزو کلیپونو جوړولو څخه مننه وکړه.
په پای کې د ښاغلي سعیدي لخوا اغلې وردګ ته د رڼا پوهنتون د علمي مجلو ټولګه ډالۍ شوه چې په ورین تندي یې ومنله .
دانشگاه رنا ©